Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
اِبنِ سيرين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د غوړو 40 ټيمان وغيره وو، هغوئي ته خادم اووئيل چې په ټيمانو كښې يو ټيم کښې مړه مږه راوتې ده خو دا پته نه لګي چې هغه [مړه شوې مږه] په كوم ټيم كښې وه.
اوس اوګورئ! دا شبه راغله، په 40 كښې 39 ټىمان بالكل پاك دي، مړه مږه صرف په يو ټيم کښې راوتې وه خو دا پته نه لګيده چې په 40 كښې هغه ټيم كوم يو دے، ځکه په باقي 39 ټيمانو كښې شبه راغله، بس د دې شبهے په وجه اِمام اِبنِ سيرين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه ټول 40 ټيمانو كښې د يو ټيم غوړي هم استعمال نه كړه.[1] ولے ئې استعمال نه كړه؟ حَذْرًا لِمَا بِہِ الْبَاْسُ د دې ويرې نه چې هسې نه په ناجائزه كښې اخته شم، داسې نه وي چې د كوم ټيم غوړي زه استعمالووم، هغه هٰغه غوړي وي د كومې نه چې مږه راوتې وه.
دا د تقوٰى د خاوندانو اعلٰـى صِفَت دے چې دا پاكان خلق د الله پاك نه ډىر ويريږي، د خوفِ خُدا په وجه ګناهونو ته نِزدې نه ورځي تر دې پورې چې داسې يو جائز كار چې د هغې د كولو په وجه په ګناه كښې د اخته كيدو ويره وي، د هغه جائز كار نه لرې اوسي.
د حضرت بايَزيد بسطامـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تقوٰى
حضرت بايزيد بسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم ډىر مُتَّقـي پرهيزګاره وو، الله پاك هغوئي ته د ولايت اوچته درجه وركړې وه، يو ځل حضرت بايزيد بسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سفر روان وو، په لاره كښې ئې يو ځائ قيام اوكړو، مريدان هم ورسره وو، حضرت بايزيد بسطامي