Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
نيكونه دي، په هغوئي كښې يو كس اوس ژوندے نشته. حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيا په ژړا شو او اوئې فرمائيل: نور نصيحت راته اوكړه! حضرت يزيد رقاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اووئيل: د جنَّت او دوزخ په مينځ كښې بل ځائ نشته (يعني زمونږ مقام به دوزخ وي يا جنَّت، د دې نه علاوه بل ځائ نشته). دا خبره ئې چې واوريدله نو په حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د الله پاك ويره غالبه شوه او بے هوشه شو په زمكه راپريوتلو.[1]
اے عاشِقانِ رسول! اوګورئ! څنګه د الله پاك ويره ده. حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خليفه وو، د هغوئي سره حكومت وو، تاج او تخت وو، اختيارات وو، دا هٰغه څيزونه دي كوم چې عام طور خلق سركشه جوړوي، چې حكومت، عهده، اختيارات ميلاؤ شي نو خلق په ګناهونو باندې زَړَوَر كيږي خو حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خليفه جوړيدلو نه مخكښې هم مُتَّقـي وو، د خليفه جوړيدلو نه پس هم مُتَّقـي وو، هغوئي په خپل دورِ حكومت كښې په چا ظُلم نه دے كړے، د خلقو حقونه ئې برباد كړي نه دي بلكه عدل او انصاف ئې قائم كړے وو، ولے؟ په دې وجه د حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زړه د الله پاك د ويرې نه ډك وو.
معلومه شوه چې د ګناهونو نه بچ كيدلو او تقوٰى حاصلولو د پاره د الله پاك ويره ډيره ضروري ده. الله پاك دې مونږ ته هم د خوفِ خُدا نِعمَت را نصيب كړي. د الله پاك ويرې حاصلولو د پاره *د قرآنِ كريم تلاوت خپل معمول جوړ كړئ، خاص طور هغه آيتونه په كومو كښې چې د دوزخ د عذاب او د قيامت ذِكر دے، د هغې آيتونو ترجمه