Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

د مُتَّقيانو 4 اوصاف

     د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: تقوٰى د څلورو څيزونو د مجموعې نوم دے: :اَلْخَوْفُ مِنَ الْجَلِیْلِ (يعني د الله پاك نه ويره):اَلْعَمَلُ بِالتَّنْزِیْل (يعني په قرآنِ كريم باندې عمل كول) :اَلْقَنَاعَۃُبِالْقَلِیْلِ (يعني په لږ څيز باندې صبر كول) :اَلْاِسْتِعْدَادُ لِیَوْمِ الرَّحِیْلِ  (د آخرت د سفر تياري كول).[1] يعني دا 4 اوصاف چې كوم خوش نصيبه ته نصيب شي، هغه مُتَّقـي جوړيږي.

(1) خوفِ خُدا

     خوفِ خُدا [يعني د الله پاك نه ويريدل] يو واګے دے كوم چې انسان د ګناهونو نه بچ ساتي، كه دا واګے اوشليږي يا سست شي (يعني په زړه كښې د الله پاك ويره پاتې نه شي) نو بنده په ګناهونو زړور كيږي، ځکه خوفِ خُدا د مُتَّقـيانو ډير ضروري صِفَت دے.

د حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله نه ويره

    منقول دي: يوه ورځ حضرت يزيد رقاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت مبارَك كښې حاضر شو، حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته اوفرمائيل: ما ته څه نصيحت اوكړه! حضرت يزيد رقاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اووئيل: اے اَمِیْرَ  الْمُؤْمِنِیْن! تاسو اوَّل خليفه نه ئې چې چا ته مرګ راځي (يعني ستاسو نه مخكښې هم ډير بادشاهان تير شوي دي). د دې په اوريدلو حضرت عُمَر بِن عبدُالعزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژړا شو، بيائې اوفرمائيل: نور نصيحت اوكړه! حضرت يزيد رقاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اووئيل: ستاسو نه واخله د حضرت آدم عَلَيْهِ السَّلام پورې چې ستاسو څومره پلاران


 

 



[1]...بستان العارفین ، تقوی کا بیان، صفحہ:107۔