Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

جمع كولو سره حرص زياتيږي (3) د مال جمع كولو په صوب بُخل (يعني شومتيا) زياتيږي (4) د مال جمع كولو په صوب بنده آخرت هيروي او په غفلت كښې اخته كيږي (5) د مال جمع كولو يو غټ آفت دا دے چې د بنده په پرهيزګارئ كښې كمے راځي.[1]

د قناعت مختصر فضائل

     الله پاك دې مونږه د مال د حرص نه بچ کړي * قناعت (يعني الله پاك چې څه دركړي دي، په هغې باندې راضي کيدل) ډير لوئ نِعمَت دے * قناعت د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دے * قناعت د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان طريقه ده * قناعت د اوليائے كرامو عَلَيْهِمُ الرحْمة طريقه ده * قناعت  اختياروونكے د الله پاك محبوب دے * قناعت سره د الله پاك رضا نصيب كيږي * د قناعت په بركت سره قبر او حشر كښې آساني حاصليږي * او قناعت جنَّت ته بوتلونكے كار دے.

(4) د آخرت تياري

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د اهلِ تقوٰى څلورم صفت دا بيان كړے دے: اَلْاِسْتِعْدَادُ لِیَوْمِ الرَّحِیْل يعني د دې دُنيا نه د تللو د ورځې تياري كول.

د مرګ د ورځې نه اُويَريږئ....!!

     الله پاك په قرآن كريم كښې فرمائي: 


 

 



[1]...تنبیہ المغترین، صفحہ:100۔