Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
چا ته د دې څيزونو واقعي ضرورت وي، هغه دې د ضرورت په مقدار استعمال اوكړي، ګنې خير په دې كښې دے چې د سوشل ميډيا نه لرې پاتې شې چې د دې په ذريعه په ګناهونو كښې د اخته كيدو سخته انديښنه ده * دغه شان يو عام مثال د پريشان نظرئ (يعني اخوا ديخوا كتلو) هم دے، په نن دور كښې خو اخوا ديخوا كتلو سره په لاره تلل ډير خطرناك دي، په سړكونو باندې غټ غټ سائن بورډونه لګيدلي وي، په هغې باندې د بے پرده زنانؤ تصويران وي بلكه اوس خو S.M.D راغله، په سړكونو باندې باقاعده د مشهورتيا د پاره ويډيو چليږي، په هغې كښې زنانه هم وي، اخوا ديخوا كتلو سره تلل جائز دي (يعني په دې كښې ګناه نشته) خو د دې په وجه د بدنظرئ په ګناه كښې د اخته كيدو سخته انديښنه ده، ځكه تقوٰى دا ده چې انسان سترګې ټيټې اوساتي او په لاره ځي او دا د تللو سُنَّت طريقه هم ده. مفتـئ دعوتِ اسلامي، مفتـي محمد فاروق عطاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سترګو د حفاظت ډيره غټه جذبه وه، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ضرورت د پاره سكوټر اخستې وو خو سكوټر ئې خرڅ كړو په دې وجه چې سكوټر چلولو سره سترګې ټيټې نه شي پاتې كيدے او په بدنظرئ كښې د اخته كيدو ډيره انديښنه وي.
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! دا تقوٰى ده! الله پاك دې مونږ ته هم د تقوٰى نِعمَت رانصيب كړي.
د دې خبرو اوريدلو سره به كيدے شي محسوسيږي چې مُتَّقـي، پرهيزګار جوړيدل ډير ګران کار دے، دا زمونږه د وس خبره نه ده، واقعي مُتَّقـي جوړيدل خو ګران کار دے خو په يو لحاظ که اوګورو نو ډىر آسان کار هم دے۔ حضرت سُفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د پرهيزګارئ نه زيات آسان كار بل نشته، بس د كوم چې ستاسو په زړه كښې