Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د حكمت نه ډكو خبرو زما په زړه اثر اوكړو او زما په ژوند كښې انقلاب راغے، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! ما د ګناهونو نه رښتينې توبه اوكړه او په ګيره مباركه مې خپل مخ ښائسته كړو، پينځه واړه لمُونځونه مې په جمات كښې په جَمعې سره ادا كول شروع كړه. زما په لمَانځه ليدلو زما دولس كان ځوئ او لس كلنې لور هم لمُونځ ادا كول شروع كړه. ځوئ خو د جَمعې لمَانځه ادا كولو د پاره زما سره جمات ته ځي.[1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آدابو د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيلو: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي.[2]
سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش ! تُو پیکرِ سُنَّت مجھے اللہ بنا دے[3]
اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی
* د روژې د پاره نِيَّت شرط دے. لِهٰذا ”كه څوك د صبا صادِق نه واخله د لـمر پريوتو پورې د روژې د نِيَّت کولو نه بغير څه خوراك څښاك بالكل اونكړي نو بيا به هُم د