Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
د اهلِ تقوٰى د اوصافو بيان
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاك دې مونږ ته د تقوٰى دولت را نصيب كړي. مونږ به تقوٰى څنګه حاصلوو؟ د دې د پاره راځئ چې د اهلِ تقوٰى يو څو اوصاف په دې نِيَّت سره واورو چې مونږه هم دا اعلٰـى اوصاف خپل كړو او د مُتَّقـي جوړيدلو كوشش اوكړو. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!
(1) د اهلِ تقوٰى وړومبے صفت د شبهاتو نه بچ كيدل
د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: :لَا یَبْلُغُ الْعَبْدُ اَنْ یَّکُوْنَ مِنَ الْمُتَّقِیْن حَتّٰی یَدَعَ مَا لَابَاْسَ بِہٖ حَذْرًا لِمَا بِہِ الْبَاْسُ يعني بنده تر هٰغه وخته پورې مُتَّقـي نه شي جوړيدے تر څو پورې چې ناجائزه كار کښې د اخته كيدو د ويرې جائز كار هم پرې نه ږدي.[1]
مطلب دا چې يو كار بالكل جائز دے، د هغې په كولو كښې څه ګناه نشته خو انديښنه ده كه بنده هغه [جائز] كار اوكړي نو په يو ناجائزه كار كښې به اخته شي، د دې انديښنې په وجه هغه جائز كار هم نه كول، دا د اهلِ تقوٰى اهم بنيادي صِفَت دے، د دې نه بغير بنده مُتَّقـي نه شي جوړيدے.
د اِمام اِبنِ سِيرين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تقوٰى
اِمام اِبنِ سيرين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل وخت ډير لوئ اِمام وو، الله پاك هغوئي ته د خوبونو تعبير په علم كښې مهارت وركړے وو، اِمام قُشَيْرِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: د اِمام