Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

مونږ به د شيطان نه څنګه بچ شو؟ چې كله د شيطان د مكر نه بچ نه شو نو ګناه به څنګه پريږدو؟ چې كله ګناه پرې نه ږدو نو تقوٰى به څنګه نصيب شي؟ تقوٰى خو دا ده چې بنده د ګناهونو نه بچ شي. په دې وجه مُتَّقـي جوړيدل دي، پرهيزګاره جوړيدل دي، د دې د پاره ضروري ده چې مونږه علمِ دِين زده كړو، قرآن لوستل هم زده كړو، ځان پرې پوهول زده كړو، حديثونه زده كړو، سُنَّتونه او فرض علمونه زده كړو، بيا پرې عمل هم اوكړو.

     اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي مونږ ته دا ټول هر څه زده كوي* د لمُونځ زده كولو د پاره فيضَانِ نماز كورس اوكړئ! * که فرض علوم زده كول وي نو فرض علوم كورس اوكړئ!  * که د نيك لمُونځ ګزاره جوړيدلو خواهش وي نو اِصلاحِ اعمال كورس اوكړئ * که قرآنِ كريم زده كول غواړئ نو په مدرسةُ المَدينه بالغان كښې شركت خپل معمول جوړ كړئ * که عالِم جوړيدل غواړئ نو په جامعةُ المَدينه كښې داخله واخلئ * د فيضان آن لائن اكيډمي په ذريعه آن لائن كورسونه اوكړئ * په مَدَني قافِلو كښې سفر كول خپل معمول جوړ كړئ. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! ژوند به مو ښائسته شي، د سُنَّتونو زده كولو موقع به ميلاؤ شي، په زړه كښې به مو عشقِ رسول زيات شي او د الله پاك  په فضل او كرم سره به د دِين او دُنيا بے شميره نيكئ درنصيب شي.

 (3) قناعت

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مُتَّقيانو اوصاف كوم چې د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ بيان كړي دي، په هغې كښې دريم صفت اَلْقَنَاعَۃُ بِالْقَلِیْل يعني په لږه باندې قناعت كول.