Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

     د قناعت معنٰى ده: په قِسمَت باندې راضي کيدل. دا هم د تقوٰى د پاره بنيادي صفت دے، چا ته چې قناعت نصيب نه وي، د هغه د ګناهونو نه بچ كيدل ډير ګران وي، ډير داسې ګناهونه دي كوم چې د لالچ او حرص په وجه كيږي: * د لالچ په وجه د رشوت لين دين كيږي * د لالچ په وجه سُودي كاروبار كيږي * د لالچ په وجه د حرامو ذرائعو سره مال حاصليږي * د لالچ په وجه د يتيمانو حق وهلے كيږي * د لالچ په وجه ورور ورور وژني * تر دې پورې چې بعضې لالچي خلق غير مسلمه ملكونو ته د تللو د پاره خپل ځان كافِر هم ليكي.

    ځکه كوم بنده چې د الله پاك په وركړه راضي کيدو سره قناعت اختيار نكړي، د هغه د ګناهونو نه بچ كيدل ډير زيات ګران وي او څوك چې د ګناهونو نه نه شي بچ كيدے، هغه به مُتَّقي څنګه جوړيږي؟

د قناعت په باره كښې د مُتَّقيانو دوه واقعات

     * حضرت محمد بِن واسِع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د مالګې او سركې سره ډوډئ خوړله، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل: كوم بنده چې په دومره دُنيا باندې راضي شي، هغه د خلقو مخکښې د ذِلَّت نه بچ كيږي.[1] * حضرت سُفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په نن زمانه كښې چې څوك د وربشو په ډوډئ قناعت اونكړي، هغه به په ذِلَّت او رُسوائې كښې اخته كيږي. يو ځل يو سړے د حضرت سُفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو: آيا زه مال جمع كولے شم؟ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: مال جمع كولو كښې پينځه بدئ دي: (1) د دې سره اُمِّيدونه اوږديږي (حالانكه مونږ ته د يو ساعت باور نشته، معلومه نه ده چې كله مرګ راځي) (2) د مال


 

 



[1]...تنبیہ المغترین، صفحہ:100۔