Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
مونږه هم د دې مُتَّقيانو اوصاف خپل كړو. كاش! مونږ ته هم د مرګ د تيارئ كولو توفيق رانصيب شي. الله پاك دې توفيق راكړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
12 ديني كارونو كښې يو ديني كار هفته واره ”مدني مذاكره“
اے عاشِقانِ رسول! دُنيا او آخرت بهترين موندلو، د اوليائے كاملين فيض حاصلولو، په زړه كښې عشقِ رسول زياتولو او نيك لمُونځ ګزاره جوړيدلو د پاره د عاشِقانِ رسول دِيني تحريك دعوتِ اسلامي دِيني ماحول سره وابسته شئ، او 12 ديني كارونو كښې ښه په اخلاص حِصَّه واخلئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دې ډير ثوابونه به حاصل كړئ، د دعوتِ اسلامي 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار هفته واره ”مدني مذاكره“ هم ده.
اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! شيخِ طريقت، اَمِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دامَتْ بَرْكاتُـهـُمُ الْعاليه هره هفته د اتوار په شپه په مدني چينل باندې براهِ راست (Live) مدني مذاكره فرمائي، د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول د ديني او دُنياوي مشكلاتو مُتَعَلِّق د هغوئي په خدمت كښې پوښتنې كوي او هغوئي د علم او حكمت نه ډك جوابونه وركوي. تاسو هم هره هفته بے ناغه په ”مدني مذاكره“ كښې شريك كيږئ. اِنْ شَــآءالـلّٰـهُ الكريم پخپله به د دې ديني كار بركتونه اووينئ.
ماشومان هم لمُونځ ګزاره جوړ شو
د تحصىل تله ګنګ (ضلع چكوال، صوبه پنجاب) يو اسلامي ورور خبره ده: مخكښې زه د مُعاشرے وران كارے انسان ووم ، سګريټ، چرس، شراب څه چې به ميلاويدل، ما به استعمالول، يو ځل په ما كرم اوشو او ما د رَمَضَانُ المُبارَك روژې نيول شروع كړې، هره ورځ په مدني چينل باندې را ته مَدَني مُذَاكرَه كتل هم نصيب شو، د اَمِیرِ