Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

[د هغې د بد والي] خيال راشي هغه پريږ دئ.[1] يعني د كوم كار په باره كښې چې 100 فيصده پته نه وي چې دا بالكل جائز دے او د دې په وجه په ګناه كښې د اخته كيدو انديښنه هم نه وي، د هغه كار په باره كښې چې مو تر څو شرعي رهنمائي اخستې نه وي نو تر هغه وخته پورې هغه كار مه كوئ!

د نيكانو بندګانو يو بهترين صفت

     حضرت اِمام شعرانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاك د نيكانو بندګانو د اخلاقو نه دي چې ترڅو پورې به هغوئي ته د قرآن او سُنَّت او شريعت په رنړا كښې د يو كار واضحه حكم معلوم نه وو، تر هغه وخته پورې به هغوئي هغه كار نه كولو. [2]

    كاش! مونږه هم دا عادت خپل كړو، چې ترڅو پورې د شريعت په رنړا كښې يو حكم معلوم نه وي، تر هٰغه وخته پورې هغه كار اونكړو. دا به مو خوش نصيبي وي چې مونږه د دارُ الافتاء نمبر ځان سره اوليكو، چې كله هم د څه څيز په باره كښې مو شك شي، فورًا د مُفتـي صاحب نه راهنمائي واخلو. اَلْـحَـمْـدُ لـِلّٰـه د دعوتِ اسلامي آئى. ټـي ډيپارټمنټ د دارُ الاِفتاء اَهلِسُنَّت په نوم يو موبائل ايپلي كيشن خور كړے دے، په هغې كښې ډىرې زياتې فتاوې موجودې دي او د علمِ دين ډير زيات مواد په دې ايپلي كيشن كښې موجود دي. دا ايپلي كيشن په خپل موبائل كښې انسټال كړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب وركړئ. الله پاك دې مونږ ټولو له د عمل كولو توفيق را عطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...رسالہ قشیریہ، باب الورع، صفحہ:148۔

[2]...تنبیہ المغترین، صفحہ:22۔