Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

او تفسير لوستلو او په ذِهن كښې كښينولو د پاره بار بار دې د هغې آيتونو تِلاوت اوكړے شي * په حديثونو كښې د خوفِ خدا بيان دے، داسې حديثونه دې اولوستے شي، * په خوفِ خدا باندې د مشتملو كتابونو مطالَعَه دې اوكړے شي  *د خوفِ خدا لرلو والا بُزُرګانِ دينو سِيرت دې اولوستے شي * جدول دې جوړ كړے شي، هره ورځ يا كم از كم په هفته كښې يو ځل مقبرے ته د تګ بندوبست اوکړے شي، هلته دې فاتحه [يعني اَلْحَمْد] شريف هم اولوستے شي او د دې سره سره دې په دې خبره غور اوكړے شي چې نِزدې ده چې زه به هم قبر ته کوزيږم، هغه وخت به زما د بے وسئ څه حالت وي؟ بيا دې د قبر په مُعامَلاتو غور اوكړے شي. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم!د الله پاك نه د ويرې دولت به درنصيب شي.

(2) په قرآن باندې عمل

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د مُتَّقـيانو څلور اوصاف ښودلي دي، په هغې كښې دويم وصف اَلْعَمَلُ بِالتَّنْزِیْلِ دے، يعني په قرآنِ كريم باندې عمل كول.

    دا هم ډير اهم او ضروري صفت دے، نن سبا داسې خلق موجود دي چې پخپله خپل ځان ډير پرهيزګاره، صُوفـي او معلومه نه ده چې څه څه ظاهروي خو په حقيقت كښې جاهِل وي، په قرآنِ كريم باندې ځان پوهه كول او عمل پرې كول خو لا لرې خبره ده، [قرآنِ مجيد] صحيح هم نه شي لوستے، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو نه بالكل جاهل وي او ځان صُوفـي باصفَا ظاهرولو سره خلق ګمراه كوي. د مُتَّقـيانو اِمام حضرت جُنيد بَغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زمونږ كتاب (يعني قرآنِ كريم) د ټولو كتابونو سردار دے، زمونږه شريعت د ټولو نه واضحه شريعت دے او زمونږه