Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
چې د يو عالمِ دِين په خدمت كښې حاضر شو، د الله والؤ سره د ملاقات شرف حاصل شي نو مونږه څه كوو؟ سيلفي اخلو [يعني پخپله د هغوئي سره تصوير اخلو].
الله پاك دې مونږ ته هدايت نصيب كړي. په حديثِ پاك كښې دي: اَلْحِکْمَۃُ ضَالَّۃُ الْمُؤْمِنِ حكمت د مُومِن وركه شوې خزانه ده.[1] آيا تاسو داسې انسان ليدلے دے چې د هغه نه يو قيمتي څيز ورك شوے وي او هغه د خلقو سره سيلفيانې اخلي؟ نه به مو وي ليدلے، داسې كيږي نه، د چا نه چې قيمتي څيز ورك شي، د هغه د مخ رنګ بدليږي. هغه هر طرف ته ګرځي، د خلقو نه د خپل قيمتي څيز په باره كښې پوښتنه كوي، اعلانونه كوي، كه چا زما فلانے څيز ليدلے وي نو په دې پته باندې خبر راكړئ.
لږ غور اوكړئ! حكمت د مسلمان ورَكه شوې خزانه ده، مونږ له خو پكار دي چې د حكمت خبرې زده كولو د پاره بے قراره اوسو، كه چرته راته د علم او حكمت خبرې ښودلو والا ميلاؤ شي، د هغوئي سره د سيلفيانو اخستلو په ځائ د هغوئي نه د علم او حكمت خبرې زده كړو، لاس په نامه عرض اوكړو:محترمه! ما ته نصيحت اوكړئ! كاش! مونږ داسې جوړ شو.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! خوږ نبـي د نصىحت طلب ګار صحابـي ته درې نصيحتونه اوفرمائيل، مونږ د هغې د اوريدلو سعادت حاصل كړو: په هغې كښې دوه نصيحتونه دا دي: ❶ تقوٰى اختيار كړه چې تقوٰى د ټولو خيرونو مجموعه ده. ❷ د الله پاك ذِكر كول لازم اوساته چې دا به ستاسو د پاره نُور وي.