Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل قميص مبارك اووينځلو، مريدانو عرض اوكړو: محترمه! دا قميص په مخامخ ديوال خوروو چې اوچ شي. اوئې فرمائيل: نه! دا چې د چا ديوال دے مونږه د هغه نه اجازت نه دے اخستے. مريدانو عرض اوكړو: بيا دا د ونے په يو ښاخ خوروو؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو: د ونے په ښاخ مرغئ كښيني، مونږه د مرغو نه د هغوي ځائ نه شو قبضه كولے. مريدانو عرض اوكړو: حُضُور! بيا دا قميص مونږه په ګيا باندې خوروو؟ اوئې فرمائيل: نه! ګيا د څاروو خوراك دے مونږه د هغوئي خوراك نه شو پټولے. آخر كار حضرت بايزيد بسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل قميص مبارك په خپله ملا واچولو او خپله ملا ئې لمَر طرف ته كړه تر دې پورې چې قميص مبارك اوچ شو.[1]

     سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! دا تقوٰى ده....!! غور اوكړئ! د الله پاك دې نيكانو بندګانو به څومره احتياط كولو، په ډير سوچ او فِكر سره به ئې قدم ايښودلو چې هسې نه چې په ګناه كښې اخته شو، الله پاك دې مونږ ته هم تقوٰى او پرهيزګاري رانصيب كړي. د دې نيكانو خلقو سيرت چې لولو نو شرم راله راشي، دلته خو د داسې احتياطونو هډو دَرَک نه لګي. اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰہ!

 د مثال په طور * نن سبا سوشل ميډيا بے تَكَلُّفه استعماليږي، ماشومان، ځوانان فيس بُك بيرته كړي او لګيا وي حالانكه د سوشل ميډيا په استعمال كښې د ګناه انديښنه نه وي، خو ډىره ګرانه ده چې انسان د سوشل ميډيا زيات استعمال اوكړي او د بد نظرئ او د دې په شان د نورو سختو ګناهونو نه بچ شي. د دې مطلب دا نه دے چې د سوشل ميډيا صحيح استعمال هم منع دے، د فيس بُك، واټس ايپ، يوټيوب وغيره ښه اړخونه هم دي او كوونكے د دې ښه استعمال هم كوي، البته تقوٰى هم دا ده چې


 

 



[1]...رسالہ قشیریہ، تقویٰ کا بیان، صفحہ:144۔