Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

مُتَّقـيانو) طريقه د كتاب او سُنَّتو سره تړلے شوې ده، بس څوك چې د قرآنِ كريم علم نه لري، څوك چې حديثِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه يادوي، نه د هغې معانـې نه پيژني، د هغه تابعداري ټيك نه ده.[1]

    حضرت اِمام شَعرانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل داسې يو ډهونګي بابا زما خوا ته راغے، د هغه سره خپل ملګري هم وو، دا كس خو جاهِل وو خو د فَنا او بَقَا په باره كښې به ئې خبرې كولې او خلق به ئې ګمراه كول، ما هغه ته اووئيل: لږ د اوداسه او لمَانځه فرائض بيان كړه! هغه سخت حيران پاتې شو او اوئې وئيل: ما ته د ظاهر شريعت علم نه راځي. اِمام شَعرانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ورته اووئيل: اے انسانه! ترڅو پورې چې دې د قرآن او حديث علم نه وي زده كړے، تر هٰغه وخته پورې بنده په صحيح طريقه عبادت نه شي كولے، كوم بنده ته چې واجِب، مُستحب، مكروه او د حرامو فرق معلوم نه وي، هغه جاهِل دے، د هغه تابعداري كول څنګه ټيك كيدے شي؟ اِمام شَعرانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما دا خبرې ئې چې واوريدلې نو هغه حيران پريشان شو او څه جواب ئې رانكړے شو او روان شو.[2]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا حقيقت دے، كه مونږ ته اودس كول نه راځي، لمُونځ كول نه راځي، د پاكئ او ناپاكئ مسائل معلوم نه وي، الله پاك مونږ ته د كومو خبرو حكم راكړے دے؟ او د كومو خبرو نه ئې منع كړي يو؟ جنَّت ته بوتلونكي عملونه څه دي؟ دوزخ ته بوتلونكي عملونه څه دي؟ شيطان څنګه حملې كوي؟ د هغه د حملو نه به څنګه  بچ كيږو؟ ترڅو پورې چې مونږ ته د دې خبرو علم نه وي،


 

 



[1]...تنبیہ المغترین، صفحہ:20۔

[2]...تنبیہ المغترین، صفحہ:21۔