Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf
وَ اتَّقُوْا یَوْمًا تُرْجَعُوْنَ فِیْهِ اِلَى اللّٰهِۗ- (پارہ:3،سورۂ بقرۃ:281)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: او د هغه ورځې نه اُويَريږئ په كومه كښې چې به تاسو الله طرف ته بيرته ګرځئ.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا د عبرت خبره ده، مونږه په دې دُنيا کښې ډير څه كوو، * غټې غټې ډګرئ حاصلوو * نوكري * كاروبار * ګټل، خوړل * غټے غټے منصوبے جوړول * بنګله، عالي شان محلات * د اعلٰـى نه اعلٰـى منصب حاصلولو د پاره كوششونه كول وغيره ډير څه كوو خو د سوچ خبره ده، آيا مونږه د هغه ورځې د پاره تياري كوو په كومه ورځ چې به دا هر څه دلته په دُنيا كښې پريښودل او د تيارو نه ډك قبر ته كوزيدل وي، آه! هغه به څنګه د بے وسئ ورځ وي، څومره بے وسي به وي، چې كله حضرت عزرائيل عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړي،زمونږه ټول خپلوان، اولاد، دوستان، زمونږ بينك بيلنس وغيره به هيڅ په كار رانشي، خپلوان به مو ولاړ وي، ګوري به، مَلَكُ المَوت عَلَيْهِ السَّلام به رُوح قبض كړي خو څوك به څه كولے نه شي، بيا به را ته غُسل راكړے شي، كفن به راته واغوستے شي، بيا به مو د تيارو نه ډك قبر ته كوز كړي، بيا به مونږه يو او زمونږه عملونه به وي، د دې نه سِوا به هيڅ يو څيز راسره نه ځي. د غور مقام دے! مونږه په دې دُنيا كښې لږ وخت تيروو، هغه هم څومره دے؟ مونږ ته معلوم نه دے؟ كيدے شي چې د بيا ساه اخستلو موقع هم ميلاو نه شي. د دې باوُجود مونږه چې څومره د دې دُنيا د پاره كوو، دومره نه، د دې په نيمه هم، آيا مونږه قبر د پاره تياري كوو؟ شايد نه كوو.