Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

Book Name:Ahle-Taqwa Kay 4 Ausaf

هغه روژه اونشي“ * د ادائے رَمَضان د روژې د پاره د نِيَّت كولو وخت د لـمر پريوتلو نه پس د ضَحْوَۀ كُبْرىٰ يعني نِصْفُ النَّـهَار شَرْعِـى نه مخكښې مخكښې پورې دے. د دې پوره وخت په دوران كښې چې تاسو كله هُم نِيَّت اوكړئ نو دا روژې به اوشي. * نِيَّت د زړه د ارادے نوم دے، په ژبه وئيل شرط نه دے، خو په ژبه وئيل مُسْتَحَب دي * كه د شپے د رَمَضان دروژے نِيَّت کوئ نو داسې اُووائې: نَوَيْتُ اَنْ اَصُوْمَ غَدًا لِلّٰهِ تَعَالٰى مِنْ فَرْضِ رَمَضَان. ترجَمه: نِيَّت مې اوكړو چې د الله تعالٰى د پاره به صبا د دې رَمَضان فرض روژه نيسم. * نِيَّت په خپله مورنئ ژبه كښې هُم كيدے شي * كه په عربئ كښې ئې كوئ او كه په بله ژبه كښې ئې كوئ خو د نِيَّت كولو په وخت كښې په زړه كښې اِراده موجوده كيدل شرط دے، ګنې په بے خيالئ كښې صرف په يادو زده كړو جُملو ادا كولو سره به نِيَّت نه كيږي. * خو كه په ژبه ئې زده كړے نِيَّت اُووئيلو مګر وروسته ئې په مقرره خت كښې دننه دننه په زړه كښې هُم نِيَّت اوكړو نو بيا نِيَّت صحيح دے. * د رَمَضَانُ الْمُبَارَك د هرې روژې د پاره نوے نِيَّت ضروري دے. * كه په يكم تاريخ يا په بل يو تاريخ ئې د پوره رَمَضان د روژو نِيَّت اوكړو نو هُم دا نِيَّت صرف د هغه يوے ورځې په حق كښې دے، د باقي ورځو د پاره نه دے. * د شپے ئې د قضا روژې نِيَّت اوكړو، كه بيا د سحر شروع كيدو نه پس دا نفل كول غواړي نو نه ئې شي كولے. خو د شپے شپے نِيَّت بدلولے شي. * كه د لـمانځه په دوران كښې ئې هُم د روژې نِيَّت اوكړو نو دا نِيَّت صحيح دے.

     د رمضان د مياشتې د فضائِلو او د روژې متعلق تفصیلی اَحکامو او مسائِلو زده کولو د پاره د شیخِ طریقت، امیر اهلسنت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير اهم کتاب فیضانِ رمضان اولولئ!

اللہ پاک دِ مونږ ته د عمل کولو توفیق رانصيب کړي۔  اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                               صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد