Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

شپه شبِ قدر وي۔ نو مونږ اميد کوو چې نن به شب قدر وي *نن د مغفرت شپه ده * نن د رحمت شپه ده * نن هٰغه شپه ده چې په دې کښې عبادت کول د زرو مياشتو د عبادت نه بهتر دي * نن د سلامتئ شپه ده، حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله بنِ عَبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه روايت دے چې حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چې كله شَبِ قَدر راشي نو په حُكمِ اِلٰهى عَزَّوَجَلَّ (حضرتِ) جِبرِيل (عَـلَـيْهِ الـصَّلٰـوةُ  وَالسَّلَام) يوه شنه جنډه راغستې د فرښتو ډير غټ فوځ سره زمكې ته راكُوز شي (او د يو رِوايت مطابق: ”د دې فرښتو شمير د زمكې د شګئيو [يعني وړو وړو كانړو] نه هُم ډير وي“ (مُسْنَد اَحمَد  ج٣ ص٦٠٦حديث١٠٧٣٩)) او هغه شين بَيراغ په كعبۀ مُعَظَّمه اُوپړقوي د (حضرتِ) جِبرِيل (عَـلَـيْهِ الـصَّلٰـوةُ  وَالسَّلَام) سل وزرې دي چې په هغې كښې دوه وزرې صرف په دې شپه خلاصوي، هغه وزرې په مشرق او مغرب كښې خورې شي، بيا (حضرتِ) جِبرِيل (عَـلَـيْهِ الـصَّلٰـوةُ  وَالسَّلَام) فرښتو ته حُكم وركوي چې كوم يو مسلمان نن شپه په قِيام، لـمانځه يا ذِكْرُ الله عَزَّوَجَلَّ كښې مشغول دے هغه سره سلام او مصافَحه اوكړئ او د هغوئي په دُعاګانو آمِين هُم اُووائې. چنانچه فرښتې د هغوئي په حُکم عمل کوي او تر سحره پورې هُم دا سلسله جاري وي. ([1])

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن د بَرَكتونو شپه ده، الله پاک دِ د دې مبارکې شپې په خاطر زمونږ د ټولو بے حسابه مغفرت او بخښنه اُوفرمائي۔ اٰمِین بِجَاه خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...شُعب الایمان، باب فی الصیام، جلد:3، صفحہ:336، حدیث:3695۔