Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

لار ښودنې د پاره هر څه موجود دي۔

اے عاشقانِ رَسُول! دا دے د پاکستان د جوړولو مقصد۔۔۔!! دا مُلک د دې پاره جوړ کړے شو چې دغه شان مونږ خپل اسلامي تهذيب او کلتور په آزادئ سره خپل کړو، په قرآنِ کريم، حديث شريف او اسلامي تعليماتو په آزادئ سره عمل اوکړے شو * آيا مونږ په دې پوره يو؟ * آيا زمونږ چال چلن، زمونږ رنګ ډهنګ، زمونږ طور طريقې اسلامي دي؟ * پاکستان په آزادئ سره د لمونځونو کولو د پاره جوړ کړے شو، آيا مونږ لمونځ کوو؟ * پاکستان په آزادئ سره د روژو نيولو د پاره جوړ کړے شو، آيا مونږ د رمضان المبارک روژې نيسو؟ * پاکستان په آزادئ سره د تلاوت کولو، په آزادئ سره د قرآنِ پاک په تعليماتو د عمل کولو، په آزادئ سره د سُنَّتو خپلولو د پاره جوړ کړے شو * دې د پاره جوړ کړے شو چې که مونږ ګيره پريږدو نو چې څوک اعتراض اونکړي * چې مونږ د سُنَّت مطابق جامې واغوندو نو څوک په مونږ ګوتې اوچتې نکړي * مونږ لمونځونه کوو، عمامه (يعني پټکے) په سر کړو، په لاسونو کښې تَسبې راواخلو نو څوک په مونږ پورې ټوقې اونکړي * زمونږه مئيندې خوئيندې بُرقعې واچوي، شرعي پرده اوکړي، څادر او چار ديوارئ کښې وي نو څوک ګوتې اوچتې نکړي، څوک ورپسې خندا اونکړي۔ په انصاف سره اووائيئ! آيا مونږ دا هر څه کوو؟ * آيا زمونږ په مخ باندې د سُنَّت مطابق يو موټے ګيره مبارکه شته؟ * آيا مونږ د سُنَّت مطابق جامې اغوندو؟ * آيا مونږ د اسلامي تهذيب او کلتور تصوير جوړ شوي يو؟ آيا زمونږه مئيندې، خوئيندې د شريعت مطابق پرده کوي؟

او چې کله يو عاشقِ رسول اسلامي طور طريقې خپلوي نو آيا هغه ته په معاشره