Book Name:Zawal Kay Asbab
د يَمن والا په سيلاب کښې ولې ګير شول؟
سَبَا د عربو يوه قبيله وه، دا خلق د الله پاک د نبي حضرت هُود عَلَیْهِ السَّلَام په اولاد کښې وو، د يَمن په يو کلي کښې اوسيدل، الله پاک دوئي ته بے مثاله نعمتونه ورکړي وو، د دوئي د کلي اوبه او هوا داسې صفا او پاکه وه چې په دغه کلي کښې نه ماشي وو، نه ماران لړمانان، نه مچئ، نه کټمل، موسم ئې ډير ښکلے وو، نه زياته ګرمي وه، نه زياته يخني، زمکه ئې ډيره زرخيزه وه، د دوئي باغونه به د ميوؤ نه ډک وو، تر دې پورې چې يو کَس به په سر تشه شکَرئ کيښوده او په باغ کښې به تللو نو د هغه شکَرئ به د قِسما قِسم ميوؤ نه ډکه شوه، هغه ته به د ميوؤ راشوکولو ضرورت هم نه پيښيدو، دومره ډيره ميوه به کيدله، غرض دې قوم ډير خوشحاله، د امن او سکون او آرام ژوند تيرولو خو دوئي سرکشي اوکړه، الله پاک دغه کلي ته 13 انبيائے کرام عَلَیْهِ السَّلَام راوليږل، دغه سرکَشو د انبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام نه انکار اوکړو، غرور ئې اوکړو، په کُفر کلک اودريدل، ضِديان شول، د انبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام بے ادبي او ګستاخي (يعني سپکاوے) ئې اوکړو نو د قَهّار رَبّ جَلَّ جَلَالُه قهر په دوئي نازِل شو، الله پاک په هغوئي د سيلاب عذاب راوليږو، په کوم کښې چې د دوئي باغونه، کورونه هر څه غرق شول او فنا شول۔ ([1])
په قرآنِ کريم کښې د دې سرکَشَه قوم عبرتناکه قيصه داسې بيان شوه:
لَقَدْ كَانَ لِسَبَاٍ فِیْ مَسْكَنِهِمْ اٰیَةٌۚ-جَنَّتٰنِ عَنْ یَّمِیْنٍ وَّ شِمَالٍ۬ؕ-كُلُوْا مِنْ رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَ اشْكُرُوْا لَهٗؕ-بَلْدَةٌ طَیِّبَةٌ وَّ رَبٌّ غَفُوْرٌ(۱۵) فَاَعْرَضُوْا فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ سَیْلَ الْعَرِمِ وَ بَدَّلْنٰهُمْ بِجَنَّتَیْهِمْ جَنَّتَیْنِ ذَوَاتَیْ اُكُلٍ خَمْطٍ وَّ اَثْلٍ وَّ شَیْءٍ مِّنْ سِدْرٍ قَلِیْلٍ(۱۶) ذٰلِكَ جَزَیْنٰهُمْ بِمَا كَفَرُوْاؕ-وَ هَلْ نُجٰزِیْۤ اِلَّا الْكَفُوْرَ(۱۷) ( پارہ22 ، سورۂ سبا : 15-16-17 )
ترجمۀ کنزُ الايمان: بے شکه د سبا والاؤ د پاره د هغوئي په آبادئ کښې نخښې وې دوه باغونه وو يو ښي طرفته او بل ګَس طرفته