Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

بهتره او د ټولو نه افضل اُمَّت ئيئ، ستاسو د پاره لائق دا دي چې تاسو د دې منصب حفاظت اوکړئ!([1]) يعني هميشه د الله پاک او د هغه د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اطاعت کوونکي او فرمانبرداره اوسئ۔۔۔!!

اے عاشقانِ رَسُول! په دې آيت مبارک کښې رَبِّ کائنات د اُمَّتِ مُسلِمه 4 اَعلٰی صفتونه بيان کړل او دا څلور صفتونه په اَصل کښې د اُمَّتِ مُسلِمه څلور ذمه وارئ بلکه د ژوند مقصدونه دي:

اُمَّتِ مُسلمه خيرُ الاُمم دے

 حضرت علّامه مفتي عبد المصطفٰی اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت مبارک وضاحت کوي او فرمائي: د يو مسلمان د پاره د ژوند وړومبے مقصد خَيرُ الاُمَم يعني بهترين اُمَّت کيدل دي۔ لکه څنګه چې د ګلاب د پاره خوشبو، د لعل د پاره پړقا او د لمر د پاره رنړا لازمي ده، دغه شان د يو مسلمان د پاره د خپلو عملونو او کارونو په لحاظ سره په ټولو اُمَّتونو کښې د ټولو نه اعلٰی، د ټولو نه افضل، د ټولو نه بهتر کيدل لازمي او ضروري دي، که عبادتونه وي او که معاملې وي يا اخلاق او عادتونه غرض د ژوند په هر ډګر کښې، د ژوند د آخرو لمحو پورې مسلمان صرف خير وي، بس ټول ژوند د قرآن او سُنَّت لمن کلکې نيولو سره په صراطِ مستقيم (يعني په سيدها لاره) روان وي چې دغه شان نور قومونه د مسلمان د ليدو سره دا اووائي چې ([2])

یہی وہ ہیں کہ جن کے واسطے خَتْمُ الرُّسُل آئے  انہی پر ختم ہے ”خَیْرُ الْاُمَمْ“ کی جلوہ سامانی


 

 



[1]...تفسیر کبیر، پارہ:4، سورۂ اٰل عمران، تحت الآیۃ:110، جلد:3، صفحہ:323۔

[2]...عرفانی تقریریں، بیان: زوال کے  اسباب، صفحہ:99بتغیر قلیل۔