Book Name:Zawal Kay Asbab
نمبر آيت کښې) د الله پاک فرمان مبارک دے:
وَ الۡکٰظِمِیۡنَ الۡغَیۡظَ وَ الۡعَافِیۡنَ عَنِ النَّاسِ ؕ وَ اللّٰہُ یُحِبُّ الۡمُحۡسِنِیۡنَ (۱۳۴) (پارہ:4،سورۂ آلِ عمران:134)
ترجمۀ کنزُ الايمان: او غصه څکونکي او خلق معاف کوونکي او نيکان خلق د الله محبوب دي۔
د حضرت مالِک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې ښکلي جواب اوريدو سره هغه يهودي کلمه اووئيله او مسلمان شو۔ ([1])
نگاہِ ولی میں وہ تاثیر دیکھی بدلتی ہزاروں کی تقدیر دیکھی
اے عاشقانِ رَسُول! دا وو مخکښيني مسلمانان۔۔۔!! د هغوئي د اخلاقو او کردار نه د متاثره کيدو سره به کافِرانو کلمه وئيله او نن زمونږ حال څه دے؟ زمونږ د ليدو سره به کافِران څنګه متاثره شي، چې اُلټا د اِسلام نه نفرت شروع کړي نو څه لرې نه ده۔
يو غير مسلِمه مُفکر وو، هغه ته يو مسلمان اووئيل: ته داسې صاحبِ نظر ئې، عقل والا ئې، بيا ولې نه ايمان نه راوړې؟ په دې هغه غير مسلمه داسې عبرتناک جواب ورکړو چې د دې اوريدو سره به د هر غيرت مند مسلمان سر د شرم نه ټيټ شي، غير مسلمه اووئيل: چې زه هغه اسلام ته ګورم کوم چې د مسلمانانو په کتابونو کښې ليکلے شوے دے نو زما په زړه کښې د اسلام د رښتنولئ ډيوې بلې شي، زما زړه غواړي چې دا مُقَدّس کتابونه ټول عمر په خپله سينه پورې اوساتم خو زه چې کله هغه اسلام ته