Book Name:Zawal Kay Asbab
جشنِ آزادي لمانځي خو د دعوتِ اسلامي انداز ځانګړے دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د جشنِ آزادئ په موقع مدني قافلې سفر کوي، په زرګونو عاشقانِ رسول په مدني قافلو کښې د سفر کولو سره ښار په ښار، کلي په کلي د ګرځيدو سره د نيکئ دعوت ورکوي او د بدئ نه منع کوي، پخپله هم لمونځونه کوي، نورو ته هم د لمونځونو دعوت ورکوي او جُمات ته ئې د راوستو کوشش کوي، د قرآنِ کريم، د سُنَّتو فيضان عام کوي، د عشقِ رسول شمعې په زړونو کښې د روښانه کولو کوشش کولے شي، داسې عاشقانِ رسول د دين زده کولو سره، نورو ته ښائي او د حقيقي غُلامانِ مصطفٰے جوړيدو کوشش کوي او نور هم د دې لارې مسافر جوړوي۔
اے عاشقانِ رَسُول! په 14 اګست سرکاري چهټي وي، روان کال خو هسې هم 14 اګست د اتوار په ورځ دے، تاسو هم ذهن جوړ کړئ، همت اوکړئ، چې په 12، 13، 14 اګست 2022 (د جُمعې، خالي، اتوار) د 3 ورځو مدني قافله کښې د سفر کولو سعادت نصيب شي، د حقيقي غلامِ رسول جوړيدو د پاره، د آزادئ په تحريک کښې د شهيد شوو عاشقانِ رسول د ايصالِ ثواب د پاره د عاشقانِ رسول سره په مدني قافلو کښې سفر اوکړئ او د آزادئ د نعمت شکر ادا کړئ۔
د فيصل آباد (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: د دعوت اسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې د خراب کردار مالک وو، دروغ، غيبت، چغلي، د سترګو د بد نظر په شان ګناهونه زما د معمول حصه وه، ما مارشل آرټ زده کړے وو د