Book Name:Zawal Kay Asbab
جوړوونکے الله کريم) هيروي۔
چې انسان په دکان کښې ناست وي، اذان اوشي نو د لسو منټو د پاره دکان بندول پرې ګران وي، ولې؟ رِزق دکان ورکوي که رَبِّ کائنات ئې عطا کوي؟ خلق دروغ نه پريږدي چې دروغ نه وائي نو دکان به ئې څنګ چليږي؟ د سود لين دين نه پريږدي چې سود پريږدي نو مال به ئې کم شي، د عِلمِ دين طرفته ته نه راغِب کيږي، د قرآنِ کريم لوستلو او زده کولو د پاره ورسره وخت نه وي، په مدني قافلو کښې د سفر کولو او د سُنَّتو زده کولو د پاره ورسره وخت نه وي چې دوئي که چرې د دين په لاره کښې سفر کوي نو کور والا به ئې څه کوي؟ بچي به ئې څه کوي؟ ګټه وټه به څنګه کوي؟ د کوم ځائے نه به ئې خوري؟ غرض په الله پاک خو ايمان ساتو خو يقين مو کمزورے دے، ګنړ شمير خلق داسې دي څوک چې صِرف په ظاهري وسيلو باور ساتي۔ حالانکه د ايمان تقاضا خو دا ده چې مونږ د ظاهري وسيلو نه زيات د رَبِّ کائنات په قدرتونو باور اوساتو۔ امامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاک په قُدرتِ کامِله باندې ايمان راوړل او د ظاهري وسيلو نه علاوه په پټو وسيلو ايمان ساتل تَوَکُّل دے۔ ([1])
په الله پاک باور ساتئ! که چرې مؤمنان ئيئ۔۔۔!
الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ عَلَی اللّٰہِ فَتَوَکَّلُوۡۤا اِنۡ کُنۡتُمۡ مُّؤۡمِنِیۡنَ (۲۳) (پاره: 6، سورۀ مائده: 23)
ترجمۀ کنزُ العرفان: او که چرې تاسو ايمان والا ئيئ نو په الله باور ساتئ۔