Book Name:Zawal Kay Asbab
ناکامئ کښې بدله کړے شي۔
د دُنيا تاريخ راواخلئ او اوئې ګورئ! د قُدرت هم دغه يو نه بدليدونکے قانون دے، په دې زمکه په زرګونو قومونه راغلل، هغوئي له ترقي، عروج، عزّت، خوشحالي او د امن او سلامتيا نعمتونه ورکړے شو، خو کله چې هغوئي د نعمتونو قدر اونکړو نو هغوئي ئې د عبرت نخښه جوړه کړه۔
قومِ عاد: دوئي ته طاقت ورکړے شو، مال او دولت ورکړے شو خو دوئي نافرماني اوکړه، د نعمتونو قدر ئې اونکړو نو قَهَار رَبّ جَلَّ جَلَالُه په هغوئي د زول عذاب راوليږو او دوئي د عبرت نخښه جوړه کړے شوه۔ ([1])
قومِ ثمود: د ودانو د جوړولو د فن پوهه قوم وو: الله پاک دوئي ته نعمتونه عطا کړه، مال او دولت ئې ورکړو، په دنيا کښې ئې ورته عزت ورکړو خو دوئي سرکشه شول، نا شکره جوړ شو، قُدرت په سخته زلزله دوئي تباه او برباد کړه۔ ([2])
شَدَّاد، نمرود، فِرعَون: دوئي ته تاج او تخت ورکړے شو، حکومت او سلطنت ورکړے شو خو دې بد بختو د نعمت قدر اونکړو، بنده ګان وو خو بنده ګان جوړ نه شو، د خدائيئ دعویٰ ئې اوکړه، بيا د قَهَار رَبّ جَلَّ جَلَالُه عضب په دوئي نازِل شو او دا تباه او برباد شول۔