Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

خليفه دے۔ ([1])

د نيکئ د دعوت پريښودو نقصانونه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! لکه څنګه چې د نيکئ دعوت ورکول بهترين عبادت دے، داسې دا ديني کار پريښودل هم بدترين جُرم دے۔ په روايت کښې دي: که چرې مسلمانانو تبليغ پريښودو نو په هغوئي به ظالِم بادشاه مُسَلَّط شي او د هغوئي دعاګانې به نه قبليږي۔ ([2])

د نيکئ دعوت نه ورکول هلاکت کښې غورځوي

د صحابئي رسول حضرت نعمان بن بشير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: د رسولانو سالار، د نبيانو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د الله پاک په حدونو کښې سستئ کوونکے او په دې کښې د اخته کيدونکي مثال د هغه خلقو په شان دے چا چې په کشتئ کښې قرعه اندازي (يعني خسنړے) اوکړو،  د بعضې په برخه کښې ښکته والا حِصَّه راغله او د بعضې په برخه کښې بره والا، بس ښکته والوؤ ته به د اوبو د پاره د بره والوو خواه له تلل وو نو هغوئي دا زخمت اوګنړلو او په يو تَبَرګي ئې د کشتئ لاندې حصه کښې سورے کول شروع کړو، بره والا د هغوئي خوا له راغلل او اوئې وئيل: په تاسو څه اوشو (يعني په کشتئ کښې سورے ولې کوئ)؟ اوئې وئيل: تاسو ته به زمونږ په وجه تکليف رسيدو او د اوبو نه بغير ګزاره نه کيږي۔ که چرې اوس هغوئي د دغه سوري


 

 



[1]...تفسیر روح المعانی، پارہ:4، سورۂ اٰل عمران، تحت الآیۃ:104، جلد:4، صفحہ:326۔

[2]...تفسیر روح المعانی، پارہ:4، سورۂ اٰل عمران، تحت الآیۃ:104، جلد:4، صفحہ:326ملتقطاً۔