Book Name:Zawal Kay Asbab
بني اسرائيل: دوئي د فرعون نه آزاد کړے شو، د مِصر مُلک حکومت ورته ورکړے شو خو دوئي قدر اونکړو، نا شکره جوړ شو، الله پاک په دوئي ذِلّت مُسَلَّط کړو۔
غرض: تر څو چې قوم خپل حالت بدل نکړي، الله پاک ئې د نعمتونو نه نه محرومه کوي، کله چې قوم خپل حالت بدل کړي، د نيکئ په ځائے بدي خپله کړي، د شکر په ځائے نا شکري کوي، د فرمانبردارئ په ځائے نافرماني کوي نو د الله پاک قهر پرې نازِل شي، بيا دوئي ته هيڅ مهلت نه ورکړے کيږي، دوئي د عبرت نخښه جوړه کړے شي۔
ترقي او عروج وراثتي نعمت نه دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې آيت مبارک نه دا هم معلومه شوه چې عروج او ترقي څه وراثتي څيز نه دے، داسې نه ده چې فلانکے قوم به هميشه صرف ترقي کوي او فلانکے قوم به هميشه شاته پاتې وي، نه۔۔۔!! داسې هيڅکله نه ده، ترقي، عروج، کاميابي، عزّت، شان او شوکت، د دې ټولو نعمتونو تعلق د نسب، نوم، پيسې او رنګ سره نه دے بلکه د ترقئ او عروج تعلق د اعلٰی کردار سره دے۔ د قرآنِ کريم مشهور مُفسر، حکيم الاُمَّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که قومونه واړه وي او که غټ، تر دې پورې چې د نبي (عَلَیْهِ السَّلَام) وطن وال، هم نسب بلکه د انبيا (عَلَیْهِ السَّلَام) خپلوان، تر دې پورې چې د انبيا (عَلَیْهِ السَّلَام) اولاد چې څوک هم د الله پاک د نعمت قدر اونکړي او نا شکري کوي د هغوئي نه به نعمت بيرته اخستے شي۔ ([1])