Book Name:Zawal Kay Asbab
کوم د طاقت په وجه چې به ما هيڅ بے هيڅه د خلقو سره جګړه کوله، هر نوے فيشن خپلول زما شوق وو، آه! د لمونځونو نه دومره لرې ووم چې ماته دا هم معلومه نه وه چې په کوم لمونځ کښې څومره رکعتونه وي۔ آخر د رحمت دروازه پرانستے شوه او زما قسمت په دې ښه شو چې د دعوتِ اسلامي سره تعلق لرونکي يو اسلامي ورور ماته په مدني قافله کښې د سفر کولو دعوت راکړو، د دوست خبره مې غورځولے نه شوه او د دريو ورځو د مدني قافلې مسافر جوړ شوم۔ مدني قافله کښې د عاشقانِ رسول د صحبت په برکت ماته د ژوند مقصد معلوم شو، په خپلو ګناهونو اوشرميدم، زما د سترګو نه د غفلت پټئ لرې شوه، د زړه حالت مې بدل شو، هم داسې ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې مې ژوند تيرول شروع کړو۔
دل کی کالک دُھلے مرضِ عصیاں ٹَلے آؤ سب چل پڑیں قافلےِ میں چلو
کر سفر آئیں گے، تو سُدھر جائیں گے اب نہ سستی کریں، قافلے میں چلو([1])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې دے: Madani Qaidah (مدني قاعده)۔ د دې ايپلي کيشن په ذريعه د مدني قاعدې لوستو سره، د دې مشق کيدے شي او بنيادي تجويد زده کيدے شي۔ په خپل سمارټ فُون کښې دا ايپلي