Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

د تباهئ نه بچ کړي، په خپل کرم دې مونږ ګنهګاران د نعمت د زوال نه محفوظ کړي۔

د بيان خلاصه

خلاصه دا ده چې د اُمَّتِ مسلمه 4 بنيادي ذمه وارئ دا دي چې: (1): د خَيرِ اُمَّت کيدو عملي ثبوت ورکول (2): د نيکئ دعوت ورکول (3): د بدئ نه منع کول (4): او په الله پاک باندې کامِل يقين ساتل۔ افسوس! نن مونږ په څلور واړو ذمه وارو کښې ناکامه په نظر راځو، کردار زمونږ خراب شوے دے، د نيکئ دعوت مونږ نه ورکوو، د بدئ نه مونږ نه منع کوو او په مادِيَّت پرستئ او د دنيا په رنګينو کښې داسې انختي يو چې ايمان پخپله کمزورے کيږي۔ غور اوکړئ! کوم قومونه چې خپلې ذمه وارئ پوره نکړي، هغوئي زوال او کمي ته څومره نزدې دي؟ اوس هم وخت دے چې مونږ سم شو، رَبِّ کائنات چې مونږ له کوم مهلت راکړے دے، د پاکستان په شکل کښې ئې د آزادئ نعمت عطا کړے دے، د هغې قدر اوکړو، د دې نعمت شکر ادا کړو، د نا شکرئ نه بچ شو، د ګناهونو نه هر وخت لرې اوسو، خپل اخلاق او کردار سم کړو، د نيکئ دعوت عام کړو، د بدئ نه منع کړو، په الله پاک باندې د کامِل يقين ساتلو سره د هغه په لاره کښې د نيکئ دعوت عام کول شروع کړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! په دنيا کښې به هم کاميابي زمونږ قدمونه ښکل کړي، عروج، ترقي، عزت او شوکت به عطا شي او که چرې الله پاک اوغوښتل نو قبر او آخرت به هم سم شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راکړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي هم