Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

د اُمّتِ مُسلمه څلور اهمې ذمه وارئ

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ډيره واضحه خبره ده چې د هر څيز يو مقصد وي، تر څو پورې چې هغه څيز خپل مقصد پوره کوي، د هغې قدر او قيمت وي، د هغې مالک د هغه څيز حفاظت هم کوي، که هغه څيز خپل مقصد پوره نکړي نو د هغه څيز قدر او قيمت نه پاتې کيږي او نه د هغې حفاظت کولے شي، يو قلم ته اوګورئ! د قلم مقصد ليکل دي، تر څو پورې چې قلم ليکل کوي، خلق هغه د سينې سره جُخت ساتي، چې کله دا ليکل پريږدي د ده د مخکښې پشان قدر او قيمت نه پاتې کيږي، نه د ده حفاظت کولے شي، نه په سينه پسې جُخت ساتلے شي۔

دغه معامله ده، زمونږ د مسلمانانو هم ذمه وارئ دي، تر څو پورې چې مونږه دغه ذمه وارئ پوره کوؤ، ترقي، کاميابي او عروج به زمونږ نصيب وي، که چرې مونږ خپلې ذمه وارئ پوره کول پريږدو نو مونږ به خپل قدر او قيمت بائيلو۔

زمونږه ذِمَّه وارئ څه دي؟ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

كُنْتُمْ  خَیْرَ  اُمَّةٍ  اُخْرِجَتْ  لِلنَّاسِ   تَاْمُرُوْنَ  بِالْمَعْرُوْفِ  وَ  تَنْهَوْنَ  عَنِ  الْمُنْكَرِ  وَ  تُؤْمِنُوْنَ  بِاللّٰهِؕ

( پارہ : 4 ، سورۂ آلِ عمران : 110 )

ترجمۀ کنزُ الايمان: تاسو بهتره اُمَّت ئيئ په هغه ټولو اُمَّتونو کښې کوم چې په خلقو کښې ظاهر شول د نيکئ حکم کوي او د بدئ نه منع کوي او په الله ايمان ساتي.

امام فَخرُ الدَّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د آيت مبارک معنٰی دا ده چې اے مسلمانانو! په لَوحِ مَحفُوظ کښې ستاسو دغه صِفت ليکلے شوے دے چې تاسو د ټولو نه