Book Name:Zawal Kay Asbab
وي، تربيت خو کولے شي، خو چې څوک تربيت اخستو والا خو وي، څوک چې قابِل وي هغوئي ته ډير څه ورکولے شي، يعني تاج او تخت او حکومت هم ورکولے شي خو د هغې د پاره خو قابليت هم پکار دے، چې اعلٰی کردار خو هم وي۔
چاہتے سب ہیں کہ ہوں اَوْجِ ثُرَیَّا پہ مقیم پہلے پیدا تو کرے ایسا کوئی قلبِ سلیم
وضاحت: دا ټول غواړي چې مونږ ته ترقي ميلاؤ شي، کاميابي ميلاؤ شي، عروج ميلاؤ شي خو د دې د پاره قلبِ سليم پکار دے، اعلٰی کردار پکار دے، د چا سره چې قلبِ سليم وي، که هغه د حبشې غلام ولې نه وي، هغه د کعبې په چهت اودرولے شي او اذان پرې کولے شي او د چا سره چې قلبِ سليم نه وي، که هغه د مکې سردار ابو لهب ولې نه وي، هغه د ذِلَّت او کمي نخښه جوړولے شي۔ دا د قُدرت نه بدليدونکے قانون دے۔
اے عاشقانِ رَسُول! په 14 اګست يعني د پاکستان 75 د آزادئ ورځ راتلونکې ده، په دې تاريخ الله پاک مونږ ته هم يو نعمت راکړو، مونږ له آزادي راکړے شوه، په بَرِّ صغير کښې مسلمانان د کمو او زياتو 100 کالو پورې د غلامئ په زنځيرونوو کښې تړلے شوي وو، مسلمانانو ته به د ذِلَّت په سترګو کتے شو، په دوئي به ډير ظلم کيدو، کافِرانو به مسلمانانو ته ځاني او مالي نقصان رسولو، په هره خبره به ئې د مسلمانانو عزّت د ښپو لاندې کولو، د مُسلَے وئيلو سره به ئې په دوئي پسې مَلَنډې کولې او پته نه لګي چې څنګه څنګه تکليفونه به ئې ورکول، بيا الله پاک کرم اوکړو، عاشقانِ رسول علمائے کرامو محنت اوکړو، بيانونه ئې اوکړل، کتابونه ئې اوليکل، کور کور ته لاړل او مسلمانانو ته ئې يوه جذبه ورکړه، کوشش ئې ورکړو، د بَرِّصغير د ګوټ ګوټ نه نعرې