Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

د مکې کافران د بدر په ميدان کښې ولې ذليله شول۔۔۔؟

اوګورئ! د مکې والا عموماً د حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام اولاد وو، الله پاک دوئي له نعمتونه ورکړل، دوئي ته د خانه کعبې د خِدمت موقع ورکړے شوه، مکه مکرمه چرته چې به نه څه ميوه، نه سبزي او نه غَله وغيره کيدله، په دغه ښار کښې ئې هغوئي ته هر قسمه ميوې او غله ورکړه، د هغوئي د پاره د تجارت لارې هوارې کړے شوې، د دنيا په لويو لويو ملکونو کښې به مکې والوؤ ته په درنه سترګه کتلے کيدل خو دوئي د نعمت قدر اونکړو، د دنيا د ټولو نه لوئي د تَوحِيد نخښه يعني کعبه شريفه ئې د شِرک ځائے جوړ کړو، د الله پاک د محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ئې انکار اوکړو، د الله پاک د آيتونو نه ئې مخ واړولو، په اهلِ حق (يعني په صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان) ئې ډير ظلمونه اوکړه، بيا نتيجه هغه راغله، د بدر په ميدان کښې د مکې د کافِرانو غرور د خاورو سره خاورې کړے شو او دوئي د داسې شکست سره مخ شو چې د عبرت نخښه ترې جوړه شوه۔ آخر دا ولې اوشو؟ د الله پاک د نبي حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام سره نسبي تعلق لرونکي، د کعبې معظمې خدمت ګاران آخر ولې د شکست سره مخ شو؟ الله پاک فرمائي:

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ لَمْ یَكُ مُغَیِّرًا نِّعْمَةً اَنْعَمَهَا عَلٰى قَوْمٍ حَتّٰى یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْۙ     ( پارہ10 ، سورۂ انفال : 53 )

ترجمۀ کنزُ الايمان: دا ځکه چې الله يو قوم ته کوم نعمت چې هغوئي ته ورکړے وو نه بدلوي تر څو چې هغوئي پخپله بدل نشي.