Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

کښې د عزّت په نظر کتے شي؟ يا په هغه پورې خندا کولے شي؟

مونږ او جشنِ آزادي

آه! افسوس۔۔۔!! نن 75 کاله پوره کيدونکي دي خو که شريک طور اوکتلے شي نو مونږ د پاکستان حاصلولو مقصدونه پوره نکړل، د آزادئ ورځ په اَصل کښې د شکر ادا کولو ورځ ده، الله پاک ته په عاجزئ سره د سجدې کولو او د هغه د شکر ادا کولو ورځ ده خو زمونږه په معاشره کښې د آزادئ ورځ هم د ګناهونو نه په ډک انداز کښې لمانځلے شي * د جشنِ آزادئ په نوم سندرې غږولے کيږي * ميوزک غږولے کيږي * بے هوده ګډاګانې کيږي * چغې سورې وهلے کيږي * پټاخې خلاصولے کيږي * په بے هوده طريقې سره باجې وهلے کيږي * ځلمي په کوڅو کښې او په سړکونو هنګامې (يعني شور او غوغا) کوي * په سړکونو د ون ويلنګ (يعني موټر سائيکل په يو ټائر) کولو سره د مرګ سره لوبې کوي * ډير نادانه کوم چې د خپل مور پلار د بوډاتوب ځانګړے ملاتړ وي، د دې وين ويلنګ په نشه کښې د مستئ سره د مرګ خُلې ته لاړ شي * شرابونه څکلے کيږي * نشه ورکوونکي څيزونه د زړه د اِخلاصه استعمالولے شي۔

د مختلفو رپورټونو ترمخه پاکستان کښې د جشنِ آزادئ په موقع 7 ملينه يعني 70 لاکهه کَسان نشئي څيزونه استعمالوي (يعني نشې کوي)، يوې انتظامي ادارې اوسه پورې د 800 ملينه ډالرو نشئي څيزونه ضبط کړي (يعني ولقه کښې اخستي) دي۔ آه! افسوس۔۔۔!! آيا مونږ ته پاکستان د دې د پاره ميلاؤ شوے وو؟ آيا دا نعمت د دې د پاره