Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

د مرغو په شان زړونه

د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: یَدْخُلُ الْجَنَّۃَ اَقْوَامٌ اَفْئِدَتُہُمْ مِثْلُ اَفْئِدِۃِ الطَّیْرِ جنّت ته به داسې قومونه ځي د چا زړونه چې د مرغو د زړونو په شان وي۔ ([1])

د قرآنِ پاک مشهور مفسِر، حکيم الاُمَّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مرغو په زړونو کښې په الله پاک باندې تَوَکُّل د اعلٰی درجې وي او د هغوئي زړونه د بُغض او کينې نه پاک وي، په کوم انسان کښې چې دا صفتونه پيدا شي هغه فرښته صفت جوړ شي۔ ([2])

رِزْق نہ رکھیں ساتھ میں پنچھی اور دَرویش    جن کا رَبّ پر آسرا اُن کو رِزْق ہمیش

وضاحت: مرغئ د ځان سره رِزق نه ساتي، هم داسې د لرې پرتو علاقو سفر کوي، داسې اوليائے کرام هم د رِزق بندوبست ته پام نه کوي، ولې؟ ځکه چې څوک په الله پاک باور ساتي، د هغوئي د رِزق انتظام (پخپله) کيږي۔

اے عاشقانِ رَسُول! مادِيَّت پرستي، يعني د تَوَکُّل کمے او په ظاهري وسيلو باندې زيات باور ساتل، دا هم د زوال يوه وجه ده، د دې په وجه په زړه کښې د دنيا محبت زياتيږي، حِرص او لالچ زياتيږي، په زړه کښې د حَسَد اور بليږي او انسان بس صرف د دنيا شي۔ څومره قومونه دي کوم چې د دنيا سره د محبت په وجه تباه او برباد شول۔ الله پاک دې مونږ


 

 



[1]...مسلم، کتاب الجنۃ والصفۃ، باب یدخل الجنۃاقوام، صفحہ:1091، حدیث:2840۔

[2]...مرآۃ المناجیح، جلد:7، صفحہ:368۔