Book Name:Zawal Kay Asbab
شروع شوې. راځئ! مونږ هم هغه عظيم ياد تازه کوو!
د پاکستان مطلب څه دے؟ لَا اِلهَ اِلَّا الله۔ څوک زمونږه راهنما؟ مُحَمَّد رَّسُولُ الله۔
آخر د عاشقانِ رسول علمائے کرامو او عوامو شريکو کوششونو رنګ راوړو، د مسلمانانو مشرانو محنت پکار راغلے او الله کريم مونږ ته د اسلاميه جمهوريه پاکستان په شکل کښې خپل آزاد مُلک راکړو۔
اوس کتل دا دې چې آيا مونږ د دې نعمت قدر کوو؟ آيا مونږ د پاکستان د جوړولو مقصدونه پوره کوو۔۔۔؟؟
په 13 جنورئ کال 1948ء اسلاميه کالج پيښور کښې د پاکستان حاصلولو مقصد بيانولو سره بانئي پاکستان محمد علي جناح اووئيل: مونږ د پاکستان د حاصلولو غوښتنه د زمکې د يوې ټوټې د پاره نه وه کړې بلکه مونږه داسې تجربه ګاه حاصلول غوښتل، چرته چې په اسلامي اُصُولو په آزادئ سره عمل اوکړو۔
په 6 مارچ، 1946ء محمد علي جناح په يو تقرير کښې اووئيل:
Let us go back to our holy book the Quran. Let us revert to the Hadith and the great traditions of Islam which have everything in them for our guidance.
يعني مونږ ته به خپل پاک کتاب قرآنِ مجيد طرفته ته بيرته اوړيدل وي، مونږ ته به حديث شريف او د اسلامي تعليماتو طرفته بيا مخ کول وي چې په دې کښې زمونږ د