Book Name:Zawal Kay Asbab
بچہ بچہ ہو نمازی مِرے پاکستاں کا اور عطا جذبۂ پاپندیِ سُنّت کا
شکر صد شکر غلامی سے ملی آزادی پھر عنایت ہمیں کھوئی ہوئی شوکت فرما
اے عاشقانِ رَسُول! نن که مونږ خپل جاج واخلو نو کيدے شي چې مونږ د تباهئ په آخري غاړه ولاړ يو، زمونږه مشرانو د آزادئ خوب ليدلے وو، په هغوئي کښې جذبه وه، شوق وو، محنت وو، بيا هغوئي محنتونه اوکړل، قربانئ ئې ورکړې، د هغوئي محنتونو رنګ راوړو، الله پاک مونږ ته خوږ ملک پاکستان راکړو، نن د 75 کاله تيريدو وروستو زمونږه معاشره ګناهونو راګيره کړې ده، عيش پرستي، حِرص لالچ، بے ځايه فخر او غرور، د دنيا محبّت او فضوليات ډير شوي دي، لکه تاريخ ځان تکراروي، الله پاک مونږ له عروج راکړے وو او اوس مونږ د تباهئ په لور منډې وهو، که چرې اوس هم مونږ ځان سنبال نکړو نو ياد ساتئ! الله پاک فرمائي:
وَ اِذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِقَوْمٍ سُوْٓءًا فَلَا مَرَدَّ لَهٗۚ-وَ مَا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّالٍ(۱۱) ( پارہ13 ، سورۂ رَعْد : 11 )
ترجمۀ کنزُ العرفان: او کله چې الله د يو قوم سره د بدئ اراده کوي نو د هغه د مخنيوي د پاره هيڅوک نشته او د هغه نه سيوا د دوئي څوک ملاتړ نشته۔
معلومه شوه چې کله قومونه په عياشئ کښې اخته شي، د هغوئي کردار ډير را اوغورځيږي، چې هغوئي په نافرمانو کښې د حَد نه زيات مخکښې ځي نو په هغوئي عذاب نازليږي، هغوئي ته سزا ورکولے شي، بيا د دنيا هيڅ يو طاقت هم هغوئي د تباهئ او بربادئ نه نشي بچ کولے۔
نہ سمجھو گے تو مٹ جاؤ گے اےمسلمانو! تمھاری داستاں تک بھی نہ ہو گی داستانوں میں