Book Name:Zawal Kay Asbab
کوونکو لاس اونيولو نو هغوئي ئې بچ کړه او پخپله هم بچ شو او که چرې هغوئي ئې پريږدي نو هغوئي به هم هلاک کړي او خپل ځانونه به هم هلاک کړي۔ ([1])
په مرآۃ المناجیح کښې دي: په دې حديث شريف کښې د يو مثال په ذريعه د بدئ نه د منع کولو او د نيکئ حکم کولو اهميت واضحه کړے شوے دے او وئيلے شوي دي چې که چرې د دې ګنړلو سره د نيکئ دعوت ورکول او د بدئ نه د منع کولو فريضه پريښودے شي چې بدئ کوونکي ته به پخپله نقصان رسي، زمونږ پکښې څه نقصان دے نو دا سوچ غلط دے، ځکه چې د هغه د ګناه اثرات ټوله معاشره په خپله ولقه کښې راولي، لکه څنګه چې کشتئ والا يواځې نه ډوبيږي، بلکه هغه ټول خلق ډوبيږي کوم چې په کشتئ کښې سواره دي، دغه شان د بدئ کوونکو دغه يو څو کَسانو جرم په ټوله معاشره کښې د ناسور جوړيدو سره خوريږي۔ ([2])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا ده د زوال وجه۔۔۔!! کوم قومونه چې د نيکئ دعوت ورکول او د بدئ نه منع کول پريږدي نو د هغوئي عروج په کمي کښې، د هغوئي ترقي په تنزلئ کښې او کاميابئ په ناکامو کښې بدليدل شروع شي، ځکه مونږ ټولو له پکار دي چې مونږ د خپل طاقت او منصب مطابق د نيکئ دعوت ورکړو او د بدئ نه منع کړو۔
جو نیکی کی دعوت کی دھومیں مچائے میں دیتا ہوں اس کو دعائے مدینہ
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد