Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

  اے عاشقانِ رَسُول! * حُضور نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هره شپه مسواک کولو، هر ځل د اوده کيدلو په وخت هم او د بيداريدلو په وخت هم * بغير د ښه نيت نه د مسواک کولو سره خو به طِبي فائدې خو حاصلې شي خو ثواب به نه ميلاويږي، مثلاً که د اوداسه د پاره مسواک کول وي نو دا درې نيتونه اوکړئ: د الله پاک د رضا، د سُنَّت ادا کولو او د ذِکر او درود د پاره د خُلې پاکولو په غرض مسواک کووم * مشائحِ کرام فرمائي: کوم کَس چې د مسواک عادت لري په ځنکدن کښې به ورته کلمه وئيل نصيب کيږي * د حضرت عبد الله ابن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې په مسواک کښې 10 خوبيانې دي: خُله صفا کوي، اورئ مضبوطوي، نظر تيزوي، بلغم لرې کوي، د خُلې سخا بوئي ختموي، د سُنَّت موافق دے، د مسواک کولو سره فرښتې خوشحاليږي، د مسواک کولو سره رَبّ رضا کيږي، مسواک نيکئ زياتوي او معده صحيح کوي * مسواک په ښي لاس کښې داسې واخلئ چې قچئ ګوته د دې نه لاندې او د مينځ درې ګوتې بره او غټه ګوته په سر وي * مسواک چې کله د استعمال قابل نه وي نو غورځوئ ئې مه چې دا د سُنَّت ادا کولو آله ده، په احتياط سره ئې په يو ځائے کښې کيږدئ يا ئې ښخ کړئ يا ئې د کانړي وغيره وزن سره اوتړئ او سمندر (يا سيند وغيره) کښې ئې ډوب کړئ۔ ([1]) 

 د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبۃ المدینه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه 16 حصې او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:47-50۔