Book Name:Shan e Iman e Siddique

د ابو بکر ايمان کيښودے شي، په دويم چابړي کښې د زمکې د ټولو خلقو ايمان کيښودے شي نو د ابو بکر ايمان به د زمکې د ټولو ايمان والوؤ نه دروند وي۔ ([1])

 سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! څومره ښکلے شان دے د صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايمان۔ په زمکې والوؤ کښې صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان هم دي، تابعين هم دي، د قيامت د ورځې پورې راتلونکي د اُمَّت اوليائے کرام هم دي، د تيرو اُمّتونو مسلمانان هم دي، د دې ټولو ايمان يو طرف ته او د يارِ غارِ مصطفٰے، عاشقِ اکبر، حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ايمان بَل طرف ته، که چرې د دې ټولو ايمان په تَله کښې کيښودے شي او د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايمان سره اوتللے شي نو د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ايمان به ډير دروند وي۔

اُن کے مَدّاح نبی، اُن کا ثَنا گو اللہ                        حق اَبُو الْفَضلْ کہے اور پیمبر صِدِّیق([2])

کله چې د صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ايمان په تَله کښې اوتللے شو۔۔۔!!

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! يو وي صِرف عِلم، يوه وي تجربه، په دواڼو کښې ډير فرق دے۔ مثلاً يو کَس دے، هغه وائي: شات خواږه وي۔ خو حالت ئې دا دے چې ده په ژوند کښې چرته شات خوړلي نه دي، په يو کتاب کښې ئې لوستلي دي، يا ئې د خلقو نه اوريدلي دي او وائي چې شات خواږه وي۔ يو بَل کَس دے، هغه شات پخپله خوړلي دي، هغه هم وائي: چې شات خواږه وي۔ اوس خبره د دواڼو رښتيا ده، شات واقعي ده چې خواږه وي خو د دواڼو په خبره کښې فرق دے، وړومبي کَس صرف د خلقو نه اوريدلي


 

 



[1]... الكامل فی الضعفاءالرجال،جلد:5،صفحہ:214، رقم:1015-عبد اللہ بن عبد العزیزبن ابی روّاد ۔

[2]... دیوانِ سالک،صفحہ:70