Book Name:Shan e Iman e Siddique

تيريدلې، ښکلو بيانونو او د ژړا نه ډَکو دُعاګانو زما د زړه دنيا بدله کړله، په کرم باندې نور کرم دا چې په اجتماعي اعتکاف کښې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه د مدني مذاکرې اوريدو سعادت ميلاؤ شو، د هغوئي د اثر نه د ډکو ملفوظاتو نه زه دومره متاثره شوم چې ما فوراً د خپلو تيرو ګناهونو نه توبه کړله او د لمونځونو د پابندئ اراده مې اوکړه، د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په ترغيب راکولو باندې زه د اختر په شپه کور ته د تللو په ځائے د الله پاک د لارې مسافر جوړ شوم چرته چې د عِلمِ دين د ملغلرو نه د لمن ډَکولو موقع ميلاؤ شوه او د سُنَّتو زده کولو سره سره په دې باندې د عمل کولو جذبه هم په زړه کښې په موجونو شوه۔

مدنی مذاکرہ ہے شریعت کا خزینہ                          اَخْلاق کا، تہذیب کا، طریقت کا خزینہ

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

مدني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مدني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ په دې ايپلي کيشن کښې مکمله مدني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعني په دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مدني قاعِدې په کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، په آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن په مرستې سره په آسانئ سره مدني قاعِده لوستل، د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي۔ دا