Book Name:Shan e Iman e Siddique

اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي۔ د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به بيان اورم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو سره به بيان اورم * څه چې اورم، د هغې د يادولو، پخپله د عمل کولو او نورو ته د رسولو به پوره کوشش کووم۔ 

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په شان شئ!

په 3 سيپاره، سورۀ آلِ عمران، آيت: 79 کښې الله پاک فرمائي:

کُوۡنُوۡا رَبّٰنِیّٖنَ  (پارہ:3، آلِ عمران:79)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: د الله والا شئ!

د حضرت ابو عبّاس عطاء رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې پوښتنه اوکړے شوه په دې آيت مبارک کښې الله پاک مونږ ته د چا په شان د کيدلو حکم کړے دے؟ اوئې فرمائيل: په دې آيت کښې حکم راکړے کيږي چې تاسو د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په شان جوړ شئ! (ځکه چې څنګه رَبَّاني يعني د الله والا حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے، د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام  نه پس داسې الله والا بَل هيڅوک نشته)، حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ داسې رَبَّاني (الله والا) دے، د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په الله پاک باندې، په تَوحِيد باندې داسې کامِل ايمان دے چې د زمانې څه حادثه تر دې پورې چې پوره زمکه د يو ځائے نه بَل ځائے ته شي، بيا به هم د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په زړه باندې هيڅ اثر نه کيږي، د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په