Book Name:Shan e Iman e Siddique

وړاندې کړلو۔ کله چې ترې د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه اوکړله: اے ابو بکره! د کور والوؤ د پاره دې څه پريښودي دي؟ نو عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله! د کور والوؤ د پاره الله او د هغه رسول کافي دي۔ ([1])

پروانے کو چراغ تو بُلْبُل کو پھول بس                    صِدِّیق کے لئے ہے خُدا کا رسول بَس

د رِزق فِکر ورسره نه وو

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوکتل چې د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ايمان مبارک څومره کامِل او يقين څومره پوخ دے، په کور کښې ئې يوه دانه هم پرې نه ښودله، ټول مال ئې راټول کړو او په بارګاهِ رسالت کښې ئې وړاندې کړو او يقين، اطمينان او تَوَکُّل ته خو ئې اوګورئ! عرض کوي: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د کور والوؤ د پاره الله او د هغه رسول کافِي دي۔ حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پخپله فرمائي: د کومې ورځې نه چې ما د (12 سيپارې، د سورۀ هود) دا آيت:

وَ مَا مِنۡ دَآبَّۃٍ  فِی الۡاَرۡضِ  اِلَّا عَلَی اللّٰہِ  رِزۡقُہَا  (پارہ:12، ھود:6)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: او په زمکه ګرځيدونکے څه داسې ساه لرونکے نشته د کوم رزق چې د الله په ذمۀ کرم باندې نه وي۔

لوستلے دے، په الله مې دې قسم وي! ما د رزق فِکر پريښودے دے۔ ([2])


 

 



[1]...ترمذی، کتاب المناقب عن رسول اللہ، باب فی مناقب ابی بکر وعمر، صفحہ:838،حدیث:3684۔

[2]... کتاب اللمع،صفحہ:172۔