Book Name:Shan e Iman e Siddique

عاشقانِ رسول عالمي مدني مرکز فيضانِ مدينه (کراچئ) ته حاضريږي او د عِلمِ دين برکتونه حاصلوي۔ په زرګونو عاشقانِ رسول په خپلو ښارونو/علاقو کښې په اجتماعي طور د مدني مذاکرې کتلو اهتمام کوي او د مدني چينل، سوشل ميډيا (مثلاً يوټيوب، فيس بُک وغيره) په ذريعه خو پته نه لګي چې د دُنيا په کوم کوم ځائے کښې مدني مذاکره کتلے کيږي۔

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رجب المُرجَّب د برکت والا مياشت تشريف راوړونکې ده اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د وړومبي رجب المُرجَّب نه تر د 6 رجب المُرجَّب پورې به حضرت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د ماسخوتن د لمانځه نه پس په مدني چينل نيغ په نيغه (Live) مدني مذاکره کوي ټول عاشقانِ رسُول دې په مدني مذاکرو کښې خپل شرکت يقيني کړي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د عِلمِ دين ډير برکتونه به حاصل شي۔ راځئ! يو مدني سپرلے اورو:

د عِلم او حکمت نه ډکه مدني مذاکره

د پنجاب، پاکستان واه کينټ (پنډئ ضلعې) د يو ځلمي بيان دے: لمونځونه قضا کول، فلمونه کتل، شيطان خوشحالول او سندرې باجې وغيره اوريدو سره مست اوسيدل زما معمول وو، آه! زه په سُنَّتو باندې د عمل کولو نه محرومه ووم، زما د ګناهونو نه په ډک ژوند کښې رنړا داسې راغلله چې يوه ورځ د دعوتِ اسلامي يو مبلغ سره زما ملاقات اوشو، هغه زه پوهه کړم او زما ئې د اجتماعي سُنَّت اعتکاف ذِهن جوړ کړو، د هغه په ښکلي انداز کښې راکړے شوے د نيکئ دعوت زما په زړه باندې ډير زيات اثر اوکړو او زه په اجتماعي اعتکاف کښې شريک شوم، اوس زما ورځې شپې په عبادت کښې