Book Name:Shan e Iman e Siddique

هغه شعبو باندې مشتمل دي، په کومو چې د عمل کولو په برکت سره ايمان مضبوطيږي، که چرې مونږه کوشش اوکړو او په دې نيک اعمال په خپل ژوند کښې عمل اوکړو نواِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کردار به مو هم ښه شي، زړه به مو هم پاک شي او که الله پاک اوغوښتل نو ايمان به هم پوخ شي۔ الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي۔   اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ  الۡاَمِيۡن صَلَّى  اللّٰهُ عَلَيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صِدِّيقِ اکبر او د ايمان په تقاضو باندې عمل

زمونږه پيشوا، د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د ايمان په شعبو، د ايمان په تقاضو باندې څنګه عمل کولو۔ راځئ واورئ! د حضرت ابو اُمامه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، يوه ورځ رسولِ اکرم، شاهِ بني آدم صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ته اوفرمائيل: نن چا روژه نيولې ده؟ ټول صحابه کرام عَليهمُ الرّضوَان خاموشه پاتې شول حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يا رسول الله! ما نيولې ده۔ سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا پوښتنه اوکړه: نن چا د مريض تپوس کړے دے؟ ټول صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خاموشه پاتې شول، حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيا په آؤ کښې جواب ورکړلو، سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دريم ځل پوښتنه اوکړه: نن د الله پاک په لاره کښې صدقه چا ورکړې ده؟ په دې باندې هم حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اووئيل: يا رسولَ الله
 صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما کړې ده۔

دا ئې چې واوريدل نو حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُسکے شو او بيا ئې اوفرمائيل: په هغه پاک ذات مې دې قسم وي د چا په قبضۀ قدرت کښې چې زما ځان دے! په يوه ورځ کښې دا عملونه (ډير کامِل ايمان والا) مؤمن جمع کړل او هغه د دې عملونو په ذريعه جنّت ته