Book Name:Shan e Iman e Siddique

رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايمان شان۔۔۔!! صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پوښتنه کړې وه، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په فرمان ئې ځان پوهه کول غوښتل، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې جواب څه ورکړلو؟ هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صديق او فاروق ايمان د ګواه په طور بيان کړلو چې زه د رسولِ خدا [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] کيدلو سره هم په دې ايمان لرم، ابو بکر [رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ] د صديق کيدلو سره ايمان لري، عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د فاروق کيدلو سره ايمان لري نو يقيناً خبره هم داسې ده، لکه څنګه چې ما کړې ده۔ علّامه اِبنِ حجر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: (خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د حيرانتيا په جواب کښې د صِدِّيقِ اکبر او فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهما ايمان د شهادت په طور ذِکر کړلو، دا په دې وجه باندې چې) د صِدِّيق او فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهما ايمان ډير کامِل او يقين ډير پوخ دے۔ ([1])

په الله او رسول باندې کامِل باور

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ايمان څومره مضبوط وو! په دې باره کښې يوه ډيره مشهوره واقعه ده: د غزوۀ تبوک موقع وه، د دِين د خِدمت د پاره د مال ضرورت وو، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صدقې او خيرات ترغيب ورکړلو، صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د خپل خپل وَس مطابق د الله پاک په لاره کښې مال وړاندې کړو او مَاشَآءَ اللہ! صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خو بيا صِدِّيقِ اکبر دے۔ خپل کور ته لاړلے، د کور ټول سامان ئې راواخِستلو او په بارګاهِ رسالت کښې ئې


 

 



[1]... فتح الباری،کتاب فضائل اصحاب النبی ،باب قول النبی …الخ،جلد:7،صفحہ:35 ،تحت الحدیث:3663 ۔