Book Name:Shan e Iman e Siddique

(1): د صِدِّيق ايمان د آسماني وحي په شان دے

حضرت ربيعه بن کعب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اسلام د آسماني وحي په شان وو، هغوئي د تجارت د پاره شام ملک ته تلي وو، هلته هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو خوب اوليدلو، کوم ئې چې بحيرا نومې راهب ته اووئيلو۔ هغه [بحيرا] د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه پوښتنه اوکړه: ته د کوم ځائے نه راغلے ئې؟ اوئې فرمائيل: د مکې نه۔ هغه بيا پوښتنه اوکړه: د کومې قبيلې سره تعلق لرې؟ اوئې فرمائيل: د قريش سره۔ پوښته ئې اوکړه: څه [کار] کوې؟ اوئې فرمائيل: سوداګر يم۔ هغه راهب اووئيل: که چرې ستا خوب رښتونے دے نو ستا قوم ته به يو پيغمبر راليږلے شي، د هغه په ژوند کښې به ته د هغه وزير ئې او د وِصال نه پس به ئې جانشين۔ حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا واقعه پټه اوساتله، چاته ئې اونه وئيله۔ بيا چې کله نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نبوت اعلان اوفرمائيلو نو حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې عرض اوکړو: زه ګواهي ورکووم چې د الله پاک نه سيوا بَل هيڅ معبود نشته او زه د دې خبرې ګواهي ورکووم چې هغوئي [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] د الله پاک رښتونے رسول دے۔ هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: په هغه ورځ زما په اسلام راوړلو باندې په مکه مکرمه کښې د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه زيات خوشحاله څوک نه وو۔ ([1])

امیر المؤمنیں ہیں آپ، امام ُالمسلمیں ہیں آپ                   نبی نے جنّتی جن کو کہا صِدِّیق اکبر ہیں

(2): وَنې د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره خبرې اوکړې

حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پخپله ارشاد فرمائي: د جاهليت په ورځو کښې يوه ورځ زه د يوې وَنې سوري ته ناست ووم۔ ناڅاپه د هغې وَنې يو ښاخ زما طرف ته


 

 



[1]... الریاض النضرۃ،القسم الثانی،باب الاول،فصل الرابع،جز:1،صفحہ:72۔