Book Name:Shan e Iman e Siddique

د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لنډه پيژندګلو

 * د جانشينِ مصطفٰے، د مسلمانانو د وړومبي خليفه، اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پاک نوم: عبد الله، کنيت: ابو بکر او لقب: صديق او عتيق دے۔ ([1]) * د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تعلق د قريش قبيلې سره دے * په اوومه پيړئ کښې د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شجرۀ نسب د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خاندان د شجرې سره ميلاؤيږي * په آزادو نارينوؤ کښې حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ټولو نه وړومبے ايمان راوړلو * حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په ټولو غزواتو کښې شريک شولو * د صلحې او جنګ ټولو فيصلو کښې د خپل حبيب، د زړونو د طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وزير جوړ شو او د ژوند په هر ډګر ئې د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملګرتيا اوکړله او د جان نثارئ حق ئې ادا کړلو * 2 کاله، 7 مياشتې ئې خلافت اوکړو۔ ([2]) * حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په 22 جمادي الاخریٰ، 13 هجرئ وفات شو۔ ([3]) * هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په شين شين ګنبد کښې د خپل يارِ غار، د رسولانو د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خوا مبارک کښې آرام فرمائي۔

جو یارِ غارِ  محبوبِ خُدا صِدِّیقِ اکبر ہیں                       وُہی یارِمَزارِ مصطفٰے صِدِّیقِ اکبر ہیں

سبھی اَصحاب سے بڑھ کر مقَّرب ذات ہے انکی       رفیقِ سرورِ اَرض و سما صِدِّیقِ اکبر ہیں([4])

صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هميشه نه مسلمان دے

اے عاشقانِ رَسُول! د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ايمان شان څه دے چې هغوئي د


 

 



[1]... معجمِ کبیر، جلد:1، صفحہ:20، حدیث:9۔

[2]... تاریخ الْخُلَفاء،صفحہ:54 ۔

[3]... سنن کبریٰ للبیہقی ،کتاب الجنائز،باب  غسلِ المراۃ زوجہا،جلد:4،صفحہ:106،رقم:6663۔

[4]... وسائلِ بخشش،صفحہ:565-566 ملقتقطًا۔