Book Name:Shan e Iman e Siddique

حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مقابله کښې د يوې حصې نيکئ مالِک دے نو غور اوکړئ! د دُنيا باقي پاتې خلق به د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مقابله کښې په کومه درجه باندې وي۔۔۔!!

عمر سے بھی وہ افضل ہیں  وہ عثماں سے بھی ہیں اعلیٰ یقیناً پیشوائے مُرتَضَیٰ صِدِّیقِ اکبر ہیں

خُدائے پاک کی رحمت سے انسانوں میں ہر اِک سے فُزوں  تر  بعد    از   کُل  انبیا   صِدِّیقِ   اکبر   ہیں ([1])

د ”صِدِّيقِ اَکبَر“ معنیٰ

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير ښکلے او مشهور لقب دے: صِدِّيقِ اَکبَر۔ دا لقب هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته د کوم ځائے نه ميلاؤ شو؟ چا ورکړو؟ حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ له دا لقب الله پاک ورکړو، حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام  هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته صِدِّيقِ اکبر اووئيلو، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته د صِدِّيقِ اَکبَر مبارک لقب ورکړلو۔

اوس غور دا کول دي چې د صِدِّيقِ اَکبَر معنیٰ څه ده؟ هسې خو د صِدِّيق معنیٰ دہ: ډير رښتونے۔ خو په دې ځائے کښې د صِدِّيق معنیٰ رښتونے نه بلکه د دې معنیٰ ده: تَصدِيق کولو والا۔ تَصدِيق څه ته وائي؟ ډير پوخ يقين او باور ته تَصدِيق وئيلے شي او دا تَصدِيق څه دے؟ تَصدِيق ايمان دے۔ آؤ جي! د اِيمان تعريف دے: ہُوَ التَّصْدِیْقُ بِمَا جَاءَ بِہٖ مُحَمَّد يعني مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کوم دِين راوړلو، د دې دِين تَصدِيق کولو ته ايمان


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:566 ۔