Book Name:Shan e Iman e Siddique

ماشومتوب نه مؤمن وو۔  اعلیٰ حضرت، امامِ اهلسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: 2 صحابۀ کرام (1): يو حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ۔ (2): دويم مولائے کائنات مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ، دې دواڼو په عالَمِ اَرواح کښې چې کله ټولو روحونو د الله پاک د رَبّ کيدو اِقرار کړے وو، د هغه وخت نه واخله تر په دُنيا کښې د پيدا کيدو پورې، په دُنيا کښې د پيدا کيدو نه واخله تر د ځلمي توب پورې، د ځلمي توب نه واخله تر د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نبوت د اعلان پورې، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نبوت د اعلان نه تر وفات پورې، د وفات نه د هميشه هميشه پورې مسلمان وو او مسلمان دے، په يو حال کښې د يوې لحظې د پاره هم د دې دواڼو په پاکو، طَيَّبو لمنو نه کله د کُفر او شرک ناپاکي اولګيده، نه به تر قيامته پورې اولګي۔ ([1])

بہتری جس پہ کرے فخر وہ بہتر صِدِّیق                    سروری جس پہ کرے ناز وہ سرور صِدِّیق

سارے اَصْحابِ نبی تارے ہیں اُمَّت کے لئے   ان ستاروں میں بنے مِہْرِ مُنَوَّر صِدِّیق([2])

په ماشومتوب شريف کښې د تَوحِيد اِعلان

د مسلمانانو د وړومبي خليفه، اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عمر مبارک 4 کاله وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لا اوس د نبوت اعلان نه وو کړے، په دُنيا کښې کُفر او شِرک عام وو، د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ والِد حضرت ابو قحافه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څوک چې هغه وخت د کُفر په ډنډه کښې انختے وو، يوه ورځ هغه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپلې عبادت خانې ته بوتللو او د کاڼو نه د جوړ کړے شوؤ


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:28، صفحہ:458 خلاصۃً۔

[2]... دیوانِ سالک،صفحہ:69