Book Name:Shan e Iman e Siddique
صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بے د څه شک شبې نه ايمان راوړلو
حضرت عبد الله تميمي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ روايت کوي، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ
وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل:
ما چې کوم کَس ته هم د اسلام دعوت ورکړو هغه شک شُبه او لږ شان غور او فِکر ضرور
اوکړو خو ابو بکر صديق داسې دے چې کله ما هغه ته د اسلام دعوت ورکړو نو هغه بے د
څه شک شبې او غور او فِکر نه فوراً کلمه اووئيله۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا شان دے د صِدِّيق [رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ] د ايمان۔۔۔!!
بیاں ہو کس زباں سے مرتبہ صِدِّیقِ اکبر کا ہے یارِ غار محبوبِ خدا صِدِّیقِ اکبر کا([2])
د ” صِدِّيق د ايمان“ ګواهي
د بُخاري شريف حديثِ پاک دے، صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ له د سحر د لمونځ جَمع راکړله، د سلام ګرځولو نه پس ئې زمونږ طرف ته د نور نه ډَک مخ راواړولو او اوئې فرمائيل: يو کَس خپله غوا بوتلله، بيا هغه په هغې سور شو او غوا ئې وهله، په دې باندې غوا هغه کَس ته اووئيل: اِنَّا لَمْ نَخْلُقْ لِہٰذَا يعني مونږه غواګانې د دې کار (يعني د سورلئ) د پاره نه يو جوړې کړے شوې، اِنَّمَا خُلِقْنَا لِلْحَرْثِ مونږه خو الله پاک د کَرکيلې د پاره پيدا کړي يو۔
(اوس چې غوا، بے زبانه ځناور په عربئ ژبه کښې خبرې اوکړي، د حيرانتيا خبره خو ده،